14 داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“
خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“
يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.
نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟
نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“
مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه.
اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.
اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“
خُدائ پاک بېشکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى.
”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.
اے مالِکه خُدايه، راشه، دا به ترڅو پورې وى؟ په خپل خِدمتګارانو باندې رحم وکړه.
مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.
چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.
”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟
نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“
عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“
خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“
خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.
زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
خو عيسىٰ چې دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مۀ. صرف ايمان وساته نو هغه به بچ شى.“
هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.
د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،
نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.
نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.
د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“