11 اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.
اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“
اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو،
د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“
اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو.
زما د نېک د ښځې ساره نه چې کله هغه بوډۍ وه د هغۀ يو زوئ وشو او زما نېک هغۀ له خپل هر څۀ ورکړى دى.
راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل.
چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“
بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده.
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.
اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،