Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 18:10
15 Iomraidhean Croise  

بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے.


زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“


خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.


خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“


بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“


مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه.


اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.


خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.


د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو.


نو ملګرو، اوس تاسو د اِسحاق په شان د خُدائ پاک د وعدې بچى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan