Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:7
40 Iomraidhean Croise  

نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے.


خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.


خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه.


چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے.


تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې.


هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى.


زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.


بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.


زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.


ما د هغوئ سره د کنعان مُلک ورکولو لوظ هم وکړو، هغه مُلک په کوم کښې چې دوئ د مسافرو په شان اوسېدلى وُو.


زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“


هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“


زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.


زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ.


خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.


زۀ به هغه لوظ بيا تازه کړم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما ټولو قومونو ته خپل طاقت وښودلو چې خپل خلق مې د مِصر مُلک نه راوويستل، چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک اوسم.“


زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے.


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“


خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.


ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.


نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ او هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره وعده کړې وه.


خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.


د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan