Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:6
15 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.


زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“


ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.


”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.


هغه د دې ځائ نه لاړو او يو بل کوهے يې وکنستلو. او په هغې باندې هيڅ لانجه جوړه نۀ شوه، نو هغۀ په دې کوهى باندې ”رحوبوت“ نوم کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ اوس زمونږ دپاره يو ځائ جوړ کړے دے چې په دې مُلک کښې اوسيږو او مونږ به دلته آباد شُو.“


قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.


او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى.


هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو.


بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول او ډېر اولاد يې پېدا شو.


يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو.


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“


هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.


زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan