24 اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو،
چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو.
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته.
اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“
اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.
اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو،
هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.