22 چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو.
ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې،
چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو او اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووائى، تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړې دى.
مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
زۀ او زما پلار يو يُو.“
مالِک خُدائ هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې.
په کوم وخت کښې چې د قربانګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.
بيا د مالِک خُدائ فرښتې چې کومه امسا نيولې وه د هغې سر يې د غوښې او روټۍ سره ولګولو. د ګټ نه اور راووتلو او غوښه او روټۍ يې وسوزوله. فرښته بيا پناه شوه.