Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:18
10 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“


خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.


دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو.


کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“


تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بې‌کوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“


ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“


تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.


خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.


زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan