Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:17
26 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“


ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې،


اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.


نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“


اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو،


نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى.


د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“


داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.


نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.


لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.


کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“


ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.


بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل.


خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل او وې فرمائيل، ”خُدايه پاکه، ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“


”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل،


کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.


زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“


ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“


نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.


نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.


هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“


يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.


بيا هغه څليريشت مشران چې د خُدائ پاک د وړاندې په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخې په سجده پرېوتل او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،


کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.


په کوم وخت کښې چې د قربان‌ګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan