15 خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ نور خپلې ښځې ته سارۍ مۀ وايه، د نن نه پس د هغې نوم ساره شو.
ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.
خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“
زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“
نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم.
هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“
او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.
”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.