Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:13
15 Iomraidhean Croise  

چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.


ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“


زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.


راځئ چې هغه په دې اِسمٰعيليانو خرڅ کړُو. مونږ به هغۀ ته څۀ ضرر نۀ رسوُو، آخر بيا هم، هغه زمونږ ورور دے او زمونږ خپله وينه ده.“ د هغۀ وروڼه په دې راضى شول،


په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.


کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو.


چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے.


مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بې‌مددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“


او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رشته‌داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى.“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو.


خو چې کوم غلام تاسو په بيعه اخستے وى دا خوراک خوړلے شى خو تاسو به مخکښې هغه سنت کوئ.


کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.


کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى.


کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى.


خو د اِمام غلامان، چې هغه يې په پېسو اخستى وى يا يې په خپل کور کښې پېدا شوى وى، نو هغوئ هغه خوراک خوړلے شى کوم چې اِمام ته ملاويږى.


خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan