Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 17:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11-12 د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 17:11
9 Iomraidhean Croise  

دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم،


او داؤد اشبوست له هم پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له خپله ښځه ميکل واپس راکړه. ما د هغې د ودېدو دپاره سل فلستيان وژلى دى.“


خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى.


نو د هغۀ ښځې، صفورې، يو تېرۀ کاڼے راواخستلو، هغې خپل زوئ دې سره سنت کړو او د سنت تيکه يې د موسىٰ پښو له وروړله. نو د سنت د وينې د رِواج په وجه هغې موسىٰ ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره د وينې خاوند يې.“ نو مالِک خُدائ د موسىٰ ژوند بچ کړو.


نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.


نو يشوَع هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او هغۀ اِسرائيليان په هغه ځائ کښې سنت کړل چې ورته د سنت غر وئيلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan