Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 16:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 16:8
15 Iomraidhean Croise  

د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه،


ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بى‌بى ته به يې سپک کتل.


د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بى‌بى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“


چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.


خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“


بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.


کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“


کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.


هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan