6 خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده.
د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بىبى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“
د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“
چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.
صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى.
صرف په خبرو نوکر نۀ سميږى، اګر چې هغه پوهه وى خو بيا هم ستا خبرو ته پام نۀ کوى.
کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“
اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“
اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.