4 ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بىبى ته به يې سپک کتل.
نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.)
نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“
نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى.
يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“
نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه او هغه د هغې سره څملاستو.
کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.
ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بىبى بن جوړه شى.
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.