Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.)

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 16:3
15 Iomraidhean Croise  

ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياو کالو وو.


ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بى‌بى ته به يې سپک کتل.


نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“


هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.


هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.


نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.


نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه او هغه د هغې سره څملاستو.


چې کله لِياه ته دا پته ولګېده چې د هغې به نور بچى نۀ کيږى، نو هغې خپله وينځه زِلفه يعقوب له ورکړه چې ښځه يې شى.


هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې.


چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول.


سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو


هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan