2 نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله.
د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.
زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“
يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.
نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“
او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې.
بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل.
راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.
د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.
کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى.
مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيتلحم کښې مشهور شې.