14 دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بيرلحىروۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى.
بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو او اِسمٰعيل نوم يې پرې کېښودو.
بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې.
نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه.
اِسحاق د بيرلحىروۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو.
د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بيرلحىروۍ ته نزدې اوسېدو.
او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.