Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 16:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 16:13
14 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله


اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“


هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“


کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“


يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.


نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو.


د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.


د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى.


نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى.


جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan