12 خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“
خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو.
د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.
تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“
چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو.
خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.
غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے.