1 د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه،
د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.
د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل.
د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“
خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.
هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده.
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل.
په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.
هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.