5 مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.
بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے.
زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“
زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.
زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.
هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.
هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عِيسو دپاره دا تُحفې خوښې کړې، دوه سوه چېلۍ او شل چېلى، دوه سوه ګډې او شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوَيى، شل خرې او لس خرۀ.
زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے.
د کومو خلقو عُمر چې د شلو کالو نه کم وو نو داؤد بادشاه د هغوئ مردمشمارى ونۀ کړه، ځکه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه چې هغه به بنى اِسرائيليان د آسمان د ستورو په شان ډېر تېر کړى.
تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.
آسمان ته نظر وکړه او وګوره، هغه وريځې وګوره، کومې چې ستا نه اوچتې دى.
هغۀ ته د ټولو ستورو د شمېر پته ده، او هر يو ستورى ته په نامه آواز کوى.
خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“
د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بېاولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.
زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بېشمېره زيات کړم.“
بيا هغۀ په نااُميدۍ کښې اُميد وساتلو، او د هغۀ دا ايمان وو چې هغه به د ډېرو قومونو پلار شى، د هغه کلام په مطابق چې هغۀ ته وئيلے شوے وو چې، ”ستا اولاد به بېشمېره وى.“
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بېشمېره کړى يئ.
کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بېشمېره کړى يئ.
نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بېشمېره اولاد پېدا شو.
بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو،