3 ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.
چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.
خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلىعزر زما وارث دے.
هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.
کۀ تۀ د ورکوټوالى نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښې به هغه ستا پلار شى.
ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بىبى بن جوړه شى.
ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. ما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو.
اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟