12 چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله.
ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو.
نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو.
کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى،
يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.
نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو.