10 ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل.
ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل.
چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو.
هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“
هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربانګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى.