پېدايښت 15:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ Faic an caibideil |
ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“