Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 14:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 14:8
8 Iomraidhean Croise  

د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.


لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)


مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.


پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو.


تاسو ته هغه وړوکے ښار ښکارى؟ هغه نزدې دے. زۀ به هلته لاړ شم. ګورئ هغه خو وړوکے ځائ دے، خو زۀ به په امن کښې يم.“


زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan