7 بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بيرلحىروۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى.
اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،
قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے.
څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عينجدى يو بل نوم دے).
ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
د جاد د زمکې جنوبى پوله به د تامار د جنوب نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ سره لوئ سمندر پورې تلې وى.
او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.
کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“
بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“
مونږ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک حُکم راکړے وو. مونږ د سينا غرۀ نه لاړُو او په هغه لوئ او خطرناک بيابان کښې د اموريانو غرونو مُلک پورې روان وُو. کله چې مونږ قادِس برنيع ته ورسېدو،
نو د هغې نه پس مونږ په قادِس کښې ډېر وخت ايسار وُو.
نِبسان، د مالګې ښار، او عينجدى وُو، شپږ ښارونه چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.