Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 14:3
9 Iomraidhean Croise  

د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.


مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.


دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو.


د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو.


ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو


زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.


بيا د اُردن سيند سره د مالګې درياب ته به ورسيږى. دا به ستاسو او د دې نه ګېرچاپېره سرحدونه وى.“


د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.


نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan