23 چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو.
خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم.
اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله.
چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“