17 چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے).
په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال،
مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.
يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،
ابىسلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابىسلوم په يادګار مشهور دے.
غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.
دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى.
مَلِکصِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِکصِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو.
کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې.
کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول.