16 او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.
نو يوسف خپل پلار ښخولو له يوړو. د فِرعون ټول درباريان، د هغۀ د دربار مشران او د مِصر ټول مشران د يوسف سره لاړل.
هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“