Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 14:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 14:12
13 Iomraidhean Croise  

دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،


تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.


ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل،


دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل.


چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.


او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.


کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بې‌ګناه په غم پورې ټوقې کوى.


هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“


بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan