10 مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.
دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو.
دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل.
چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے).
د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“
دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.
پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو.
بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“
لوط يرېدو چې په ضُعر کښې پاتې شى، نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره پاس غرونو ته لاړو او دوئ په يو غار کښې اوسېدل.
څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.
هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.
هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.
بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو.