Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 13:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 13:9
11 Iomraidhean Croise  

لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)


نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.


هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“


نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“


زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم، خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.


خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.


ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.


په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟


ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan