4 او قربانګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو.
نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.
اِسحاق هلته يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.
د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.
د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده پاتې کيږى.
نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،
زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.
ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ،
بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم.
بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى.
د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،