3 او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيتايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيتايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو
ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)
کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ.
او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.