2 ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو.
د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل.
خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو.
اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو.
مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى.
ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ او څاروى او د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلستيانو هغه بد لګېدو.
نو يعقوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اوښان او خرۀ وُو.
تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بېشمېره رَمې ورکړې دى.
هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.
د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.