Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 13:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 13:15
31 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“


نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“


د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.


مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.


او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.


هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.


هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“


زۀ به هغه مُلک تا له درکړم کوم چې ما اِبراهيم او اِسحاق له ورکړے وو او ستا نه پس به دا مُلک ستا اولاد له هم ورکوم.“


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“


هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“


هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.


مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.


خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى، او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.


خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.


ستا مقدس ځائ د لږ وخت دپاره ستا مقدسو خلقو سره وو، خو اوس زمونږ دشمنانو هغه تباه کړے دے.


او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى.


بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.


خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan