14 د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره.
لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)
هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.
ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى.
خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.
د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.
بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،