1 ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو.
اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،
اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو.
بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.
کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ.
يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.
هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.