Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 12:5
13 Iomraidhean Croise  

د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.


دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،


تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.


د لوط سره هم څاروى او رَمې وې، خپل خاندان او نوکران هم ورسره وُو.


خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو.


چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.


د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“


يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو.


بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو.


خو د اِمام غلامان، چې هغه يې په پېسو اخستى وى يا يې په خپل کور کښې پېدا شوى وى، نو هغوئ هغه خوراک خوړلے شى کوم چې اِمام ته ملاويږى.


بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan