Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 12:2
38 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.


مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“


ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.


د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.


ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“


خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.


اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو.


مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى.


د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بير‌لحى‌روۍ ته نزدې اوسېدو.


دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.


قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.


او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى.


ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.


تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.


بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو.


ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.


هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو، او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.


خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو.


اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“


د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.


زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“


زۀ به په هغوئ وبا راولم او هلاک به يې کړم، خو زۀ به تا د يو داسې قوم پلار نيکۀ جوړ کړم چې هغه به د دې خلقو نه لوئ او طاقتور وى.“


خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“


ګوره، ما ته حُکم مِلاو شو چې د هغوئ دپاره برکت وغواړم، او چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېر‌يهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.


نو بيا پوهه شئ چې د چا چې په خُدائ پاک ايمان وى، هغوئ د اِبراهيم اولاد دى.


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan