9 نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.
د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو.
دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.
د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو.
د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.
اے مالِکه خُدايه د بدکارو خبرې ګډې وډې کړه، ځکه زۀ په ښار کښې وينمه ظلم او جنګونه.
هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.
نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بېايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟