32 تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.
په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.
د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.
زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيتعدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل.
ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.
زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيتعدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.