27 دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،
تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.
چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو.
ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل،
د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل.
څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى،
او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو.
يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت مخکښې، ستاسو پلار نيکۀ، سره د اِبراهيم او نحور د پلار تارح، د فرات سيند نه اخوا اوسېدل او هغوئ د نورو معبودانو عبادت کولو.
ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بېدينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو.