Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 11:1
6 Iomraidhean Croise  

دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.


چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول.


نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى،


په هغه وخت کښې به د مِصر په پينځو ښارونو کښې عبرانى ژبه وئيلے شى. د هغه ځائ خلق به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په نوم د وفادارۍ قسمونه کوى. په هغه ښارونو کښې به د يو ښار نوم ”د نمر ښار“ وى.


بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى.


کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan