7 د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى.
کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو.
د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى.
د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.
د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو.
او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.
دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.
د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل.
د ددان خلقو د آسونو د قيمتى زينونو کاروبار تاسو سره کولو.
د شيبا او راماه خلقو تا سره کاروبار وکړو، ستاسو د څيزونو په بدله کښې هغوئ تاسو له اعلىٰ مصالحې، قيمتى کاڼى او سرۀ زر درکول.