6 دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.
د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.
د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى،
د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.
د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.)
چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل.
هغوئ د څرن ښۀ آباد مُلکونه وموندل چې په کولاو مُلک کښې خوارۀ وارۀ وُو چې خاموش او د امن نه ډک وو. د هغوئ نه مخکښې چې کوم خلق هلته اوسېدل هغوئ حاميان وُو.
نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل، د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.
نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې، او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.
د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.
هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل، د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.
کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.
اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.
د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى.
د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.