Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 10:19
29 Iomraidhean Croise  

اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې.


دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.


د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه.


دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.


بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى.


اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،


د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک له ورَغلو.


کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،


او آسا او د هغۀ فوجيان تر جرار پورې په هغوئ پسې وُو. او دومره ډېر د ايتهوپيا خلق وژلے شوى وُو چې هغوئ د جنګ دپاره بيا نۀ شول راغونډېدلے. هغوئ د مالِک خُدائ او د هغۀ د لښکر نه شکست خوړلے وو او د يهوداه لښکر ډېر زيات مالِ غنيمت يوړو.


تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟


مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.


خو اوس تۀ شرمېدلے يې، اے د صيدا ښاريې. د سمندر قلعه بند ښار صور وائى، ”زۀ بې‌بچو يمه، زما هيڅ زامن او لوڼه نشته.“


او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،


دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“


د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه.


خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،


عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.


سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو.


هغوئ به په هغه مُلک کښې خېمې ودرولې او په جنوب کښې د غزه نه ګېرچاپېره علاقې پورې فصلونه به يې تباه کول. هغوئ به ټولې ګډې، څاروى او خرونه بوتلل او بنى اِسرائيلو ته به يې د ژوند تېرولو دپاره هيڅ هم نۀ پرېښودل.


بله ډله بيت‌حورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan